د ايران رسنيو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی

د ايران رسنيو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د ايران دولت د عرفان شکورزاده په نوم يو ۲۹ کلن ځوان د امريکا او موساد سره د همکارۍ په تور اعدام کړی.
په راپور کي ويل سوي، چي هغه په قصدي ډول د اسرائیلو او امریکا له استخباراتي ادارو سره اړیکي نیولي وې او د فضايي پروژو اړوند امنیتي معلومات ئې هغوی ته سپارلي وو.
عرفان شکورزاده د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کي د جاسوسۍ او د ايران دښمنو هيوادونو سره د همکارۍ په تور د ايران دولت نيولی وو.