د ایران رسنیو خبر ورکړی

د ایران رسنیو خبر ورکړی، چي د ايران د دولت په اجازه د عراق د خامو نفتو یوه لویه بېړۍ د هرمز تنګي څخه په خوندي ډول تېره سوې او د ویتنام پر لور ئې حرکت کړی دئ.
د راپورونو له مخي، دغه نفت‌لېږدوونکې بېړۍ د یکشنبې په ورځ د ایران له ټاکل سوي سمندري لاري تېره سوې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه بېړۍ د عراق په خامو نفتو بار وه او د ايران د حکومت په اجازه له ياد تنګي څخه تېره سوې ده.