د ايران سپاه پاسدارانو د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په هرمز تنګي کي پر دوو د تېلو وړونکو بېړيو باندي چاودني سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغو بېړيو تر چاودني وروسته اور اخيستی دئ.
خبرپاڼه ليکي چي دغه بېړۍ د امريکا په لارښونه له دغه سيمي څخه تېرېدلې چي چاودني پر سوي دي.
په خبرپاڼه کي د دغو بېړيو د هويت په اړه نور څه نه دي ويل سوي.