د ایران هلال احمر وایي، د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ کي د واده پر مراسمو د امريکا د سېشنبې د شپې په هوايي برید کي څلور کسان وژل سوي او ۶۸ نور ټپیان دي.
هلال احمر د چهارشنبې په ورځ د پېښي له ځایه د یوې ودانۍ ویډیو خپره کړې.
د ایرنا خبري اژانس د سیمهییزو چارواکو له قوله ویلي، د ټپیانو ډېره برخه ماشومان دي او یو شمېر ئې تر لومړنۍ درملني وروسته له روغتونه رخصت سوي دي.
د راپور له مخي، یو شمېر نور ټپیان لا هم په روغتونونو کي تر درملني لاندي دي.