د ايران ميزان خبري اژانس راپور ورکړی، چي د ايران دولت دوه هغه کسان اعدام کړي، چي تېر کال ئې د لاریونونو پر مهال په اصفهان کي نيولي وو.
په يادو اعدام سوو کسانو کي يو افغان و، چي د يکشنبې په ورځ د اصفهان په د دستګرد په زندان کي د ايران حکومت اعدام کړی.
دغه افغان ځوان ۲۴ کلن و او ګل محمد محمدي نومېږي.
بلخوا د ههنګاو په نوم د ايران د بشري حقونو سازمان خبرداری ورکړی، چي په ياده قضيه کي ۱۲ کسان نور هم د اعدام د خطر سره مخ دي. دغه سازمان د نړۍوالو غوښتي چي د يادو کسانو د اعدام مخه دي ونيسي.