د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، د ایران پر پوځي هدفونو د بریدونو نهمه پرله‌پسې شپه ئې هم بشپړه کړې ده

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، د ایران پر پوځي هدفونو د بریدونو نهمه پرله‌پسې شپه ئې هم بشپړه کړې ده.
سنتکام د دوشنبې سهار په خپره سوې خبرپاڼه کي ویلي، په وروستیو بریدونو کي د ایران د هوايي دفاع مرکزونه، د ساحلي څارني اډې، سمندري وړتیاوي، د توغندیو او بې‌پېلوټه الوتکو مرکزونه ئې بمبار کړي.
د خبرپاڼي له مخي، د دغو بریدونو هدف دا دئ،‌ چي د هرمز تنګي له لاري د سوداګریزو کښتیو او ملکي سمندري تګ راتګ پر وړاندي د ایران د احتمالي بریدونو وړتیا نوره هم کمه سي.

سنتکام همداراز ټینګار کړی چي د امریکا پوځ د خپل اعلی قوماندان د امر له مخي د ایران حکومت د خپلو کړنو جواب ویونکی بولي او د دې قوماندانۍ ځواکونه لا هم په لوړه کچه چمتووالی لري او د هر ډول اقدام له پاره بشپړ آمادګي لري.