د ايران پوځ او سپاه پاسدارانو د جلا جلا اعلاميو په خپرولو سره ويلي، چي سره له دې چي اوربند روان

د ايران پوځ او سپاه پاسدارانو د جلا جلا اعلاميو په خپرولو سره ويلي، چي سره له دې چي اوربند روان دئ، خو دوی لا هم لاس په ماشه دي او د هر ډول احتمالي بريد پر وړاندي چمتو دي.
سپاه پاسداران په خپله اعلاميه کي ويلي، چي د جګړې په ډګر کي د چوپتيا سره سره، د امريکا او اسرائيلو د هر ډول پوځي اقدام پر وړاندي به پياوړی، ويجاړوونکی او پښيمانه کوونکی غبرګون وښيي.
په اعلاميه کي د وژل سوو قوماندانانو لکه عبدالرحيم موسوي، حسين سلامي او محمد پاکپور يادونه هم سوې ده.

بلخوا، د ايران پوځ هم ټينګار کړی، چي د سپاه پاسداران سره په ګډه د دښمنانو پر وړاندي سخت جواب ورکولو ته بشپړ چمتو دئ.
د ايران وسله‌وال ځواکونه وايي، چي په اوربند باور نه لري او د سيمي وروستيو حالاتو، د اسرائيلو جګړو او د تېرو خبرو اترو د ناکامۍ له امله د بريدونو د بيا پيل احتمال سته.
په همدې حال کي، د ايران د نوي مشر مجتبی خامنه‌ای پوځي سلاکار محسن رضايي هم ويلي، چي د اوربند غځول د ايران له پاره مناسب انتخاب نه دئ.