رويټرز د يوې پاکستانۍ سرچينې په حواله ويلي، چي د ايران او پاکستان ترمنځ په روانو خبرو کي لومړنۍ هوکړه سوې ده او ښايي په راتلونکو دوو مياشتو کي يو تفاهمليک لاسليک او روان تاوتریخوالي پای ته ورسوي.
دغه سرچينه زياتوي چي د دواړو لورو ترمنځ په پټو ډيپلوماټيکو هڅو کي پرمختګ سوی او امکان لري دا بهير د تفاهمليک تر لاسليک پوري ورسېږي، چي کېدای سي په ۶۰ ورځو کي يو بشپړ تړون ته لاره هواره کړي.
سرچينه همداراز وايي، چي ايران او امريکا هم په عمومي چوکاټونو کي هوکړي ته رسېدلي او تخنيکي جزئيات به په راتلونکو پړاوونو کي وڅېړل سي.
په راپور کې راغلي، چي د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير د تهران د سفر پر مهال د ځينو پېچلو موضوعاتو په حل کي رغنده رول لوبولی.