دانیل بایمل د جورج ټاون پوهنتون د سیاسي پوهنځۍ استاد دئ، د هغه په اند

دانیل بایمل د جورج ټاون پوهنتون د سیاسي پوهنځۍ استاد دئ، د هغه په اند، د ايران او امريکا ترمنځ اوسنی کړکېچ يوازي په ميدان کي د نظامي برياوو او بريدونو موضوع نه ده، بلکي تر ډېره د پټو پرېکړو، داخلي محاسبو او نامعلومو سياسي بهيرونو سره تړلی دی. هغه ټينګار کوي چي ډېری تحليلونه پر ښکاره پېښو ولاړ دي، حال دا چي اصلي عوامل د قدرت په پټو کړيو کي پټ پاته دي.
لومړی بنسټيزه پوښتنه دا ده چي په ايران کي واقعي قدرت د چا په لاس کي دی. د ايران سياسي نظام د رسمي او غير رسمي مرکزونو يو پېچلی ترکيب دی—له رهبره نيولې تر پوځ، مذهبي شخصيتونو او انتخابي چارواکو پوري. د جګړې له امله د رهبرۍ پر جوړښت سخت اغېز سوی، او دا لا هم روښانه نه ده چي اوسنی قدرت څنګه وېشل سوی او څوک نهايي پرېکړه کوي.
دوهمه مهمه موضوع د معلوماتو جريان دی. دا معلومه نه ده چي د ايران رهبران د جګړې د تاوانونو، د امريکا د ارادې او د نړيوالو قدرتونو د دريځ په اړه څومره دقيق معلومات لري. په ځانګړي ډول په هغو نظامونو کي چي انتقاد کم وي، منفي معلومات تر رهبرۍ پوري په سمه توګه نه رسېږي. دا حالت د جګړې پر مهال لا پسي خرابېږي.

دريمه پوښتنه دا ده چي ايا ايران ځان بريالی ګڼي که نه؟
سره له دې چي ايران ته درانه زيانونه اوښتي، خو بيا هم هڅه کوي ځان قوي وښيي او په خبرو کي لوړ دريځ خپل کړي. دا ممکن يو سياسي تاکتيک وي، خو دا احتمال هم سته چي ځيني مشران رښتيا هم خپل موقف قوي وبولي، چي دا بيا د خطرناکو محاسبو سبب ګرځي.
څلورمه مسئله د جګړې د پراخېدو ظرفيت دی. ايران تاريخاً هڅه کړې چي د فشار او احتياط ترمنځ توازن وساتي. که څه هم اوس يې نظامي توان کمزوری سوی، خو بيا هم کولای سي د تنگه هرمز له لاري فشارونه رامنځته کړي. خو په مقابل کي د امريکا پراخ نظامي حضور د دې احتمال محدودوي.

پنځمه او مهمه موضوع د کورني وضعيت اندېښنې دي. ايران له مخکي د داخلي نارضايتي سره مخ دی، او جګړه دا فشار نور هم زياتوي. حکومت ښايي د دې لپاره هم سخت اقدامات وکړي چي داخلي کنټرول وساتي، خو همدا فشارونه کولای سي د سياسي پرېکړو پر لوري اغېز وکړي.
د دې ټولو پوښتنو ګډ ټکی دا دی چي د اوسني بحران تر ټولو مهم عوامل نامعلوم دي. که پاليسۍ پر ناسم فهم ولاړې وي، نو پايلې يې هم خطرناکې کېدای سي. په ځانګړي ډول، که د ايران د غبرګون، زغم يا داخلي حساسيتونو په اړه غلطه ارزونه وسي، نو دا به د جګړې د لا پراخېدو سبب سي.
په پای کي، تحليل دا نتيجه اخلي چي دا ابهامونه بايد د لنډمهاله ستونزو په توګه ونه ليدل سي، بلکي د دايمي واقعيت په توګه ورسره چلند وسي. په داسي جګړه کي چي ډېر څه د تړلو دروازو تر شا روان دي، تر ټولو لوی خطر هغه نه دی چي موږ يې نه وينو، بلکې هغه دی چي موږ فکر کوو ښه مو درک کړی دی.