د ایران د بالستیک توغندیو تولید، چي د جګړې له پیل وروسته درېدلی و بېرته پیل سوی.
والسټریټ ژورنال د امریکايي او منځني ختیځ د یو شمېر چارواکو په حواله راپور ورکړی چي ایران تر ځمکي لاندي تاسیساتو کي د نوو توغندیو پر جوړولو او راټولولو کار کوي.
د راپور له مخي ایران د توغندیو د تولید له پاره له هغو پرزو او تجهیزاتو کار اخلي چي له وړاندي ورسره موجود وو.
راپور زیاتوي چي د ایران د توغندیو اوسنی تولید لا هم د جګړې له پیل مخکي د تولید په پرتله کم دئ.