د اسرائیلو پوځ وایي، د لبنان په جنوب کي ئې د علي طاهري غونډۍ په سیمه کي د حزب‌الله تر ځمکي لاندي پوځي تاسیسات ئې ویجاړ

د اسرائیلو پوځ وایي، د لبنان په جنوب کي ئې د علي طاهري غونډۍ په سیمه کي د حزب‌الله تر ځمکي لاندي پوځي تاسیسات ئې ویجاړ کړي دي.
د اسرائیلو پوځ په وینا، دغه عملیات د پنج شنبې په شپه ترسره سوي او موخه ئې د اسرائیلو د شمالي سیمو پر وړاندي د احتمالي ګواښونو له منځه وړل وو.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د دغو چاودنو ویډیو خپره کړې او ادعا ئې کړې چي په لبنان کي د ایران تر ټولو لویه بهرنۍ اډه ئې له منځه وړې ده.