د ایران د بشري حقونو سازمان (هرانا) وايي، چي د ایران په بېلابېلو ښارونو کي اعتراضونه د شلو ورځو راهیسي دوام لري

د ایران د بشري حقونو سازمان (هرانا) وايي، چي د ایران په بېلابېلو ښارونو کي اعتراضونه د شلو ورځو راهیسي دوام لري، خو د انټرنټ پراخ بندیزونو د پیښو خپلواکه خپرونه او کره شمېره خورا محدوده کړې ده.
د هرانا د خپرو سوو شمېرو له مخي، تر شلمي ورځي پوري په ټول ايران کي ۶۲۱ اعتراضي غونډي ثبت سوي دي.
د وژل سوو کسانو شمېر ۳۳۰۸ ته رسېدلی چي په کښي ۳۰۹۷ معترضین، ۲۲ ماشومان، ۲۳ غیرمعترض ملکي وګړي او ۱۶۶ حکومتي او نظامي ځواکونه شامل دي.

دغه سازمان وايي چي سربېره پر دې، ۴۳۸۲ نوري مرګوني پېښي لا هم تر څېړني لاندي دي.
په وروستیو معلوماتو کي راغلي چي تر اوسه ۲۴ زره او ۲۶۶ کسان نیول سوي، ۱۳۲ جبري اعترافونه خپاره سوي، او ۲۱۰۷ تنه ټپیان سوي دي.
هرانا ټینګار کوي چي د انټرنټ د دوامدارو بندیزونو او د اړیکو د محدودیتونو له امله، ښايي د وژل سوو او نیول سوو کسانو اصلي شمېر تر رسمي ارقامو ډېر زیات وي.