د عراق دفاع وزارت اعلان کړی چي د امریکا په مشرۍ نړۍوال ائتلافي ځواکونو د الانبار ولایت په لویدیځ کي د عین‌الاسد

د عراق دفاع وزارت اعلان کړی چي د امریکا په مشرۍ نړۍوال ائتلافي ځواکونو د الانبار ولایت په لویدیځ کي د عین‌الاسد له هوایي اډې وتلي او د دې اډې بشپړ مدیریت عراقي پوځ ته سپارل سوی دئ.
د عراق دفاع وزارت په اعلامیه کي راغلي چي د نړۍوالو ائتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته، عراقي پوځ د عین‌الاسد هوایي اډې بشپړ مدیریت پر غاړه اخیستی دئ.
بايد وويل سي، چي نړۍوال ائتلاف په ۲۰۱۴ کال کي وروسته له هغه جوړ سو چي داع.ش ترهګري ډلي موصل او د عراق لویي برخي ونیولې.