د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چي د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کي د حکومت ضد اعتراضونو له پیلېدو راهیسي تر اوسه ۴۵

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي چي د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کي د حکومت ضد اعتراضونو له پیلېدو راهیسي تر اوسه ۴۵ کسان وژل سوي او سلګونه نور ټپیان سوي.
د دې سازمان د معلوماتو له مخي، یوازي د چهارشنبې په ورځ ۱۳ معترضین وژل سوي او اته ماشومان هم د دغو پېښو په قربانیانو کي شامل دي.
د راپورونو له مخي، تر دوه زره ډېر اعتراض کوونکي نیول سوي، او د ایران کورنیو رسنیو تازه راپور ورکړی چي معترضینو په ګڼو ښارونو کي اورونه بل کړي دي. رسنیو د تلفاتو د زیاتوالي یادونه کړې، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

دا اعتراضونه چې د قیمتي توکو د ګرانېدو له امله پیل سوي وو، اوس د حکومت ضد شعارونو او د مذهبي نظام د پای ته رسېدو غوښتنو ته رسېدلي دي. ایران په ځواب کې انټرنېټ او نړۍوال تماسونه هم بند کړي دي.