د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي، چي په نړۍ کي بې نظمي راولي او د نړۍ ثبات له خطر سره مخ کړي.
هغه د خپلو څرګندونو پر مهال د امریکا پر بهرني سياست نيوکه کړې ده.
شټاين ماير د امریکا له خوا د وینزویلا د ولسمشر‌ د نيول کېدو موضوع ته په اشارې ويلي، چي په نړۍواله کچه ولسواکي تر فشار لاندي ده.