د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي تهران به په راتلونکې اوونۍ کي د افغانستان په اړه د سیمي د هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د یوې سیمه‌ییزي غونډي کوربه وي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعیل بقایي ويلي چي دا غونډه د ګاونډیو هیوادونو او نورو سیمه‌ییزو شریکانو سره د بېلابېلو مشورو په موخه تر سره کېږي.
بقايي وايي ايران تمه لري، چي دا نوښت به د سیمي د یووالي د پیاوړتیا او شخړو د هوارولو له پاره اغېزمن رول ولوبوي او په سيمه کي روانو اختلافاتو ته به حل لاره پيدا سي.