د جرمني حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو د انتقال دوه مهم پروګرامونه لغوه کړي دي

د جرمني حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو د انتقال دوه مهم پروګرامونه لغوه کړي دي. دا پرېکړه وروسته له هغه وسوه چي په جرمني کي د ښي اړخو سیاسي ګوندونو فشارونه زیات سول او حکومت د مهاجرت پر وړاندي سخت دریځ غوره کړ.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، شاوخوا ۶۴۰ افغانان چي له میاشتو راهیسي په پاکستان کي جرمني ته د تګ په انتظار وو، نور به جرمني ته انتقال نه سي.
ټاکل سوې ده چي یادو کسانو ته به ژر رسمي خبر ورکړل سي چي نور د هغوی د منلو له پاره هيڅ سیاسي اراده نسته.

د بشري حقونو ډلو دا پرېکړه غندلې او ویلي ئې دي چي دا کار د محکمو له پرېکړو سترګي پټول دي او دا افغانان به له جدي ګواښونو سره مخ کړي. دوی خبرداری ورکړی چي یاد کډوال که بیرته افغانستان ته واستول سي، د ځوروني، بند او حتی د مرګ له خطر سره به مخامخ سي.
د پرو اسول جرمني خیریه بنسټ مشر کارل کوپ ویلي، پخواني حکومت دغه افغانانو ته ځکه د منلو ژمنه ورکړې وه چي هغوی د بشري حقونو، د ښځو حقونو او ازادۍ له پاره مبارزه کړې وه.
نوموړي زیاته کړې چي اوس دغه کسان د ط..البانو له ګواښ سره مخ دي.

راپورونه وايي چي تر دې مخکي شاوخوا ۴ زره افغان کارکوونکي او د هغوی ۱۵ زره خپلوان جرمني ته انتقال سوي وو، خو اوس لا هم شاوخوا ۱۸۰۰ افغان کډوال د نامعلوم برخلیک سره په پاکستان کي بند پاته دي.
د نړۍوالو او بشري حقونو سازمانونو غوښتنه کړې چي جرمني باید دغه پاته افغان کډوال ژر تر ژره له پاکستانه وباسي، ځکه د پاکستان حکومت هم هغوی ته د وتلو له پاره نېټه ټاکلې ده.