د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي په څنډه کي ايران د قطر په منځګړیتوب له امریکا سره خبري کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایران په دغو خبرو کي خپل شرطونه امریکا ته رسولي دي.
د نوموړي په وینا، د جګړې پای، د امریکا د بریدونو درول، د سمندري محاصرې ختمول او د ایران د کنګل سوو شتمنیو ازادول د ایران له مهمو شرطونو څخه دي.
د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف هم ویلي، چي د منځګړو له لاري ئې له ایراني پلاوي سره خبري کړي دي.