په بلجیم کي مېشت افغان احمد ادریس نوري د بدن‌جوړوني او فټنس په نړۍوالو سیالیو کي د سرو زرو مډال ګټلی

په بلجیم کي مېشت افغان احمد ادریس نوري د بدن‌جوړوني او فټنس په نړۍوالو سیالیو کي د سرو زرو مډال ګټلی.
نوري د کلاسیک فزیک په برخه کي د ۱۷۸ سانتي‌متره قد په کټګورۍ کي لومړی مقام ترلاسه کړی.
نوموړي د دغو بریاوو له امله د IFBB پرو کارت هم ترلاسه کړی، چي له مخي یې د دې ادارې په مسلکي سیالیو کي د ګډون حق ترلاسه کړی.

احمد ادریس نوري له لسو کلونو راهیسي په بدن‌جوړونه او فټنس کي فعالیت کوي او تر دې مخکي ئې هم په ګڼو نړۍوالو سیالیو کي بریاوي ترلاسه کړي وې.