د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وایي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډه چي د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه جوړه سوې وه، د امریکا، بریتانیا او فرانسې له لوري یو تبلیغاتي او تکراري اقدام و.
بقایي وايي، ایران ځینو زیانمنو سوو اټومي تاسیساتو ته د پلټونکو د نه پرېښودو پرېکړه قانوني بولي او ټینګار ئې وکړ، چي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پرېکړه‌لیک نور اعتبار نه لري، ځکه د ده په وینا د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کي پای ته رسېدلی دئ.
هغه زیاته کړه چي نړۍواله اټومي انرژۍ اداره او د امنیت شورا باید د امریکا او اسرائیل پر بریدونو هغه وخت غبرګون ښودلی وای، خو اوس یوازي تبلیغاتي دریځ غوره کوي. د هغه په خبره، چین او روسیې هم د دغي غونډي له ترسره کېدو سره مخالفت کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز امریکا د خپلو ژمنو په ماتولو تورنه کړه او په خبره ئې چې واشنګټن تل د بېلابېلو پلمو له مخي خپلي ژمني ماتوي.