د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، واشنګټن او تهران هوکړه کړې چي د خبرو اترو نوی پړاو به پیل کړي

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، واشنګټن او تهران هوکړه کړې چي د خبرو اترو نوی پړاو به پیل کړي، خو د ده په وینا د دواړو هیوادونو ترمنځ اوربند نور پای ته رسېدلی دئ.
په همدې حال کي د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چي د هرمز تنګي په سیمه کي پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو له امله ئې پر یو شمېر ایراني چارواکو او مالي ادارو تازه بندیزونه لګولي دي.
د امریکا حکومت وایي، دغه بندیزونه د ایران د وروستیو کړنو په غبرګون کي لګول سوي او موخه ئې پر تهران د فشار زیاتول دي.