د امریکا د خزانې وزارت په هرمز تنګي کي پر سوداګریزو بېړیو د ایران د بریدونو له بیا پیل وروسته، پر یو شمېر ایراني اشخاصو او بنسټونو نوي بندیزونه لګولي.
ياد وزارت ويلي، چي د دغو بندیزونو اصلي هدف په دوبۍ کي د مېشت ایراني سوداګر علي انصاري دئ، چې واشنګټن هغه د اسلامي جمهوریت د نوي مشر مجتبی خامنهيي له مهمو مالي ملاتړکوونکو څخه ګڼي.
د امریکا د خزانې وزارت د خبرپاڼي له مخي، علي انصاري د بهرنیو شتمنیو د پراخي شبکې په جوړولو سره د ایران عامه شتمني د خپلو شخصي ګټو، د تهران د چارواکو او د سپاه پاسداران د ګټو له پاره اړولې ده.
د دغه وزارت په وينا چي د انصاري ترڅنګ د ایران څو مهمي صرافۍ هم د بندیزونو په لېست کي شاملي سوي دي.
واشنګټن ویلي چي د ايران د چارواکو د نړۍوال مالي نظام ته د لاسرسي د مخنیوي له پاره به له خپلو ټولو وسیلو کار اخیستلو ته دوام ورکړي.