د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا وروستیو اقداماتو ته په غبرګون کي ویلي، که واشنګټن غواړي له احتمالي زیانونو خوندي پاته سي نو باید سيمه پرېږدي او خپل پوځيان وباسي.
نوموړي پر خپل ایکسپاڼي لیکلي چي امریکا د پوځي ناکامیو له تجربه کولو وروسته هم د ایران د دریځ او عزم ازمایښت ته دوام ورکوي. عراقچي ټینګار کړی، چي د ایران وسلهوال ځواکونه به د هر ډول برید، فشار او یا ګواښ پر وړاندي مناسب او پرېکنده جواب ورکړي.
هغه زیاته کړې، چي تهران به د خپلو ملي ګټو او امنیت د ساتني له پاره له هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړي.