د فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چي د ایران سپاه پاسداران د امریکا یوه MQ-9 بېپیلوټه الوتکه د فارس خلیج په شمال او د بوشهر ولایت د جم ولسوالۍ په فضا کي نسکوره کړې ده.
د راپور له مخي، دغه الوتکه د ایران د هوايي دفاعي سيستم له لوري په نښه سوې ده. تر اوسه د امریکا پوځ د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.