د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، چي د ایران پر ضد ئې پوځي بریدونه بشپړ کړي او دغه عملیات ئې د یوې امریکايي چورلکي د نسکورېدو په جواب کي ترسره کړي.
سنتکام په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي ځواکونو ئې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په امر د ایران د هوايي دفاع سیستمونه، د ځمکني کنټرول مرکزونه او هرمز تنګي ته نژدې د څارني راداري تأسیسات په نښه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخي، په دغو بریدونو کي د امریکا د هوايي او سمندري ځواکونو جنګي الوتکو د دقیقو او هوښیار مهماتو څخه کار اخیستی او عملیات د امریکايي ځواکونو او نړۍوالو سوداګریزو بېړیو پر وړاندي د وروستیو بریدونو متناسب غبرګون بلل سوی دئ.
سنتکام زیاته کړې چي امریکايي ځواکونه لا هم د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندي په بشپړ چمتووالي او دفاعي حالت کي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ټینګار کړی، چي د ایران له لوري د هر ډول تېري په صورت کي به د خپلو ځواکونو او ګټو د ساتني له پاره لازم اقدامات ترسره کړي.