د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هیواد ئې له امریکا سره د خبرو په لړ کي د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو له پاره خپل اووه ورځنی وړاندیز دوو ورځو ته راکم کړی دئ.
عراقچي له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کي ویلي، که امریکا د وړاندیز په لومړۍ ورځ د ایران شرطونه ومني، تهران به په دوهمه ورځ هرمز تنګی د بېړیو پر مخ بېرته خلاص کړي.
د هغه په وینا، دا وړاندیز د قطر په منځګړیتوب له امریکا سره د روانو خبرو یوه برخه ده او اوس د دغه دوه ورځني پلان په اړه له قطري منځګړو سره سلا مشورې رواني دي.
عراقچي ټینګار کړی، چي د خپل وروستي سفر پر مهال ئې له امریکايي چارواکو سره د مخامخ خبرو کوم پلان نه درلود او تر اوسه د خبرو په لړ کي وروستۍ هوکړي ته هم نه دي رسېدلي.
هغه زیاته کړې، د خبرو بریالیتوب د ایران پوښتنو ته د امریکا په جوابونو پوري تړلی دئ.