د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هیواد ئې د امریکا او اسرائیلو له هر ډول احتمالي پوځي اقدام سره مقابلې ته چمتو دئ.
عراقچي ويلي، د ایران د ماتولو پخوانیو هڅو دغه هیواد لا پیاوړی کړی او امریکا ته ئې خبرداری ورکړی، چي که بیا د ایران د ځواک ازمېښت غواړي، باید د پایلو منلو ته چمتو وي.
نوموړي د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو تورن کړی، چي د خپلو شخصي ستونزو د حل له پاره امریکا جګړې ته هڅوي.