په اسلام‌اباد کي د روسیې سفیر البرټ خورېف وايي

په اسلام‌اباد کي د روسیې سفیر البرټ خورېف وايي، مسکو غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په هواري کي مرسته وکړي.
نوموړي ویلي، روسیې له کابل، اسلام‌اباد او نوي ډیلي سره په دې اړه خبري کړي دي.
د هغه په وینا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولي تړل کېدو سوداګري زیانمنه کړې او د سیمي پر اقتصاد ئې منفي اغېز کړی دئ.

هغه ويلي چي روسيه په ټول توان هڅه کوي، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ اختلافات را کم کړي.