د ایران د سپاه پاسداران وايي ځواکونو ئې د هرمز تنګي په اوبو کي دوې نفت لېږدونکي بېړۍ ويشتلي دي.
د هغوی په خبره چي دغو بېړيو د امریکايي ځواکونو په لارښوونه پر هغو لارو تګ کوی، چي د سپاه په وینا غیرقانوني وې.
سپاه پاسدارانو د نړۍوالو باروړونکو بېړیو شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چي له امریکا سره له همکارۍ ډډه وکړي او ویلي ئې دي، له دغو لارو تګ راتګ به د هرمز تنګي د بېرته پرانيستلو بهیر وځنډوي، مالي زیانونه به زیات کړي او نړۍوال د انرژۍ کړکېچ به لا پسي سخت کړي.