د ایران د سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو مسئولينو ویلي، د نصر۲ عملیاتو د دویم پړاو پر مهال ئې د بحرین په الجفیر پوځي اډه کي د امریکا اړوند څو پوځي اهداف ويشتلي دي.
هغوی ويلي په دغو بریدونو کي د وسلو د ملاتړ څو زېرمتونونه، د سپوږمکۍ مخابراتو یو مرکز او د امریکايي ځواکونو د استوګني ودانۍ د سمندري ځواک د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه سوي دي.
سپاه ادعا کړې چي دغه بریدونه د نصر۲ عملیاتو د دوهمي څپې برخه وه، خو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه د امریکا یا بحرین له لوري رسمي غبرګون نه دئ خپور سوی.