د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، ځواکونو ئې د ایران په بېلابېلو سیمو کي د پنځه ساعته پوځي عملیاتو پر مهال یو شمېر پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د سنتکام په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، دا بریدونه د ایران په بوشهر، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کي ترسره سوي او هدف ئې د تهران هغه پوځي وړتیاوي کمزوري کول وو، چي د سوداګریزو بېړیو پر ضد استفاده کېدې.
د خبرپاڼو له مخي، په دغو عملیاتو کي د ساحلي دفاعي سیستمونو، توغندیزو اډو، بېپیلوټه الوتکو د مرکزونو او سمندري پوځي تاسیساتو پر ضد دقیقي وسلې کارول سوي دي.
یادي قوماندانۍ ټینګار کړی، چي دا مهال له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري په منځني ختیځ کي ځای پر ځای دي او د امریکا پوځ هر ډول احتمالي ګواښ ته د جواب ویلو له پاره چمتو دئ.