د پاکستان ډان ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسي د پاکستان حکومت نژدې ۲.۵ میلیونه بېاسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
په راپور کي ويل سوي چي د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د اړوندو دولتي ادارو تر څار لاندي روانه ده او هغه کسان چي د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له قانوني مراحلو وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي.
د پنجاب ایالت د رسمي معلوماتو له مخي، زرګونه افغانان د ثبت او قانوني ارزوني له بشپړېدو وروسته د لنډمهاله ساتني مرکزونو ته انتقال سوي او وروسته بېرته خپل هیواد ته استول سوي دي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چي یوازي هغه بهرني وګړي په پاکستان کي د اوسېدو حق لري چي معتبره ویزه ولري. دغه وزارت له خلکو هم غوښتي چي د بېاسناده بهرنیو وګړو په اړه معلومات له امنیتي ادارو سره شریک کړي.