نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د تايلنډ د مرکز بانکوک ښار په تفريح ځای کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د تايلنډ د مرکز بانکوک ښار په تفريح ځای کي اورلګېدنه رامنځ ته سوې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه اورلګېدنه کي ۲۷ کسان وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په ټولنیزو رسنیو کي په خپرو سوو ویډیوګانو کي ښکاري چي له ودانۍ څخه لوړي لمبې او تور لوګی پورته کېږي، په داسي حال کي چي خلګ د ځان د ژغورلو له پاره له سیمي تښتي.