د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف وايي

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف وايي، تهران د منځګړو هیوادونو په وسيله واشنګټن ته خپل شرایط وړاندي کړي او د خبرو د بیا پیل له پاره ئې د دغو شرایطو منل اړین بللي دي.
قالیباف ویلي، ایران به له یوې خوا د جګړې دوام ته چمتو وي او له بلي خوا به د ډیپلوماسۍ له لاري د ستونزو د حل هڅي کوي.
نوموړي خبرداری ورکړی چي که د خبرو او سیاسي حل لاري زمینه برابره نه سي، د ایران او امریکا ترمنځ شخړه ښايي اوږده سي.

د هغه په وینا، تر هغه وخته چي د ایران غوښتني ونه منل سي، له امریکا سره د مذاکراتو د بیا پیل او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو زمینه نه برابریږي.