د دعوت خصوصي پوهنتون مسئولینو ویلي چي ط..البانو د دوی د خوښي او اجازې پرته

د دعوت خصوصي پوهنتون مسئولینو ویلي چي ط..البانو د دوی د خوښي او اجازې پرته، دغه علمي مرکز په زور نیولی او خپل کسان ئې د پوهنتون د مشرانو په توګه ورته ټاکلي دي.
د ياد پوهنتون اصلي مسئولينو د ط..البانو دا کار غندلی او اعلان ئې کړی چي تر هغه وخت چي د پوهنتون قانوني برخلیک روښانه نه سي، خپل ټول تدریسي او اداري فعالیتونه تړي.
دوی د ط..البانو لخوا ګمارل سوی نوی پلاوی غیرقانوني بللي.

د دې پوهنتون بنسټ اېښودونکی مشهور جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف دئ، چي اوس د ط..البانو له مخالفو څېرو څخه دئ.
پوهنتون وایي چي دا یو بې‌طرفه او یوازي علمي مرکز دئ او باید د سیاست ښکار نه سي.
دا یوازي د دعوت پوهنتون ستونزه نه ده؛ ط..البانو تر دې وړاندي د خاتم‌النبیین پوهنتون فعالیت هم بند کړی و او په دولتي پوهنتونونو کي ئې هم خپل ملايان د رئیسانو په توګه ګمارلي او درسي نصاب ئې د مدرسو په څېر بدل کړی دئ.