د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف د امریکا حکومت ته خبرداری ورکړی

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف د امریکا حکومت ته خبرداری ورکړی، چي د جګړې پر دوام ټینګار ونه کړي او د خپلو خلګو غوښتنو ته پام وکړي.
قالیباف د امریکا د ټاکنو پایلو ته په اشارې ویلي، چي امریکایانو د جګړې او اقتصادي فشارونو له امله د جګړې پر ضد خپل دریځ څرګند کړی او ایران هم د هغوی له دې پیغام څخه ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، که د امریکا حکومت د خپلو خلګو غوښتني له پامه وغورځوي او د هغه په وینا، د نړۍوالو باج اخیستونکو په ګټه سیاستونو ته دوام ورکړي، نو د ایران د سخت غبرګون سره به مخ سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *