د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړي رضا پهلوي د ایران ولس ته په یو پیغام کي ویلي، چي هيواد ئې د وروستۍ او پریکنده مبارزې پړاو ته رسېدلی دئ.
نوموړي له خلګو غوښتي، چي خپل اړین توکي برابر کړي او د خپل امنيت له پاره دي سړکونو او عامه ځایونه پرېږدئ او د ځان خوندي ساتلو په موخه دي په خپلو کورونو کي پاته سئ. هغه پر ايرانيانو ږغ کړی، چي اعتصابونو ته دي دوام ورکړي او کار ته له تګ څخه دي ډډه وکړي.
رضا پهلوي همدارنګه ویلي چي خلک دي د شپې له خوا د شعارونو په ورکولو سره خپل یووالی وښيي. نوموړي په خپل پیغام کي د ایران پوځ او د قانون پلي کوونکو ځواکونو ته هم خطاب کړی او ویلي ئې دي چي دا د دوی وروستی فرصت دئ څو له هغو ځواکونو څخه ځان جلا کړي چي هغه ئې «ظالمانه» بولي.