څو ورځي وړاندي ط..البانو په غزني ولايت کي د خوشحال په نوم د يوې محلي راډيو نشرات ځنډولي وو.
تازه د يادي راډيو مسئولينو ويلي، چي ط.. البانو بېرته يادي راډيو ته د نشراتو د پيلېدو اجازه ورکړې ده.
د هغوی په خبره چي ط.. البانو ئې په تعليمي خپرونو کي د ښځينه اورېدونکو ټليفوني اړيکي بندي کړي.
د يادي راډيو مسئولينو ويلي، چي د خوشحال راډيو ټول نشرات به د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور مطابق وي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم پر افغان رسنيو سانسور زيات سوی.