روسيې اسرائيل د لبنان په جنوب کي د خپل کلتوري مرکز په قصدي ويجاړولو تورن کړ

روسيې اسرائيل د لبنان په جنوب کي د خپل کلتوري مرکز په قصدي ويجاړولو تورن کړ
ليکوال: اندرو کوريبکو
روسيې ويلي چي اسرائيل د لبنان په جنوب کي د دوی کلتوري مرکز قصداً ويجاړ کړی او دا يې «بې دليله تېری» بللی دی. د روسيې د نړيوالو بشري همکاريو فدرالي ادارې، چي د روسوترودنيچستوو په نوم پېژندل کېږي، په يوه رسمي خبرپاڼه کي دا پېښه وغندله.

په خبرپاڼه کي دا هم يادونه سوې چي د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر پر ۱۰مه، د عربو او اسرائيلو د څلورمې جګړې پر مهال، په دمشق کي د شوروي اتحاد کلتوري مرکز هم د اسرائيلي بمبار له امله په نښه سوی و. د روسيې په اند دا کار ښيي چي اسرائيل روسيه يو ډول د دښمن هېواد په سترګه ګوري.
د دې پېښې تر شا سمدستي لامل هغه راپورونه بلل کېږي چي وايي روسيه له ايران سره مرسته کوي څو د سيمې د امريکا ځيني هدفونه په نښه کړي. که څه هم مسکو دا خبره نه ده تاييد کړې او د امريکا ولسمشر ټرمپ دا موضوع ډېره مهمه نه ده بللې، خو تر دې مخکي راپورونه خپاره سوي وو چي د ايران په ځينو بې پيلوټه الوتکو کي روسي ټکنالوژي موندل سوې ده.
په همدې وخت کي په برېتانيا کي د روسيې سفير هم ويلي وو چي روسيه بې طرفه نه ده او د ايران ملاتړ کوي. دا څرګندوني د ډېرو څارونکو لپاره دا احتمال پياوړی کوي چي ښايي مسکو له تهران سره نږدې ولاړ وي. همدارنګه د روسيې ولسمشر پوتين د ايران نوي مشر مجتبی خامنه‌اي ته مبارکي ورکړه او له تهران سره يې د بشپړ ملاتړ خبره وکړه.

سره له دې، روسيه په رسمي ډول د ايران پوځي متحد نه دی او د دواړو تر منځ د متقابل دفاع تړون هم نشته. مسکو هڅه کوي چي د جګړې د ژر پای لپاره منځګړيتوب وکړي، خو ځيني شنونکي ګومان کوي چي ښايي روسيه د غچ اخيستنې لپاره له ايران سره د امريکا پر ضد مرسته وکړي، ځکه امريکا د اوکراين په جګړه کي د روسيې مخالف ملاتړ کړی و.
په عين وخت کي ويل کېږي روسيه چندان لېواله نه ده چي ايران ته د اسرائيلو پر ضد مستقيمه مرسته وکړي، ځکه د روسيې او اسرائيلو تر منځ اوږدې سياسي او ټولنيزې اړيکې شته او په اسرائيلو کي شاوخوا دوه ميليونه روسي ژبي اوسېږي.
ځيني شنونکي باور لري چي اسرائيل د خپل امنيتي تفکر له مخې کله ناکله مخکيني بريدونه کوي. کېدای سي د لبنان په جنوب کي د روسيې پر کلتوري مرکز بريد هم د همدې ستراتيژۍ برخه وي، څو راتلونکی ګواښ مخکي له مخکي مهار کړي.

خو که روسيه دا کار د ځان پر ضد اقدام وبولي، نو ښايي له ايران سره خپلې تخنيکي مرستې زياتې کړي او يا له اسرائيلو د رسمي بخښني او د زيان د جبران غوښتنه وکړي. شنونکي وايي که دا کار ونه سي، د دواړو هېوادونو اړيکې ښايي سړې يا حتی وځنډېږي.