د ایران د پوځ قوماندان امیر حاتمي وايي، هر هغه څوک چي یو امریکايي سرتېری ووژني یا ئې ژوندی ونیسي او ایراني ځواکونو ته ئې وسپاري، ۳۰ زره ډالره انعام ورکول کېږي.
نوموړي ویلي، که دغه کار یوه ښځه ترسره کړي، نو د انعام اندازه به ۶۰ زره ډالرو ته لوړه سي.
حاتمي د دغو اقداماتو له پاره کوم مشخص وخت یا ځای نه دئ په ګوته کړی او ادعا ئې کړې چي امریکايي ځواکونه له سیمي وتلو ته اړ سوي.