د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له جنوبي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو له دوام خوښ نه دئ او د ياد‌ هيواد سره کېدونکي تمرینونه به راکم کړي.
نوموړي ویلي د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سره د ښې اړیکو له امله د جنوبي کوریا سره د امریکا له ګډو پوځي تمرینونو سره د واشنګټن پر موافقې راضي نه دئ.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخي، ټاکل سوې وه چي دغه ګډ پوځي تمرینونه د دوشنبې په ورځ پیل سي.