د ایران رسنیو راپور ورکړی

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چي د قطر اړوند د مایع طبیعي ګازو (LNG) یوه بېړۍ د ایران د چارواکو په اجازه د هرمز له تنګي تېره سوې ده.
د راپورونو له مخي، د الخریطیات په نوم دغه بیړۍ د قطر له رأس‌لفان بندر څخه روانه سوې او د پاکستان د قاسم بندر پر لور روانه ده. په راپور کي ويل سوي، چي دغي بېړۍ د عمان سمندرګي په اوبو کي خپل سیګنال فعال کړی و.
د ایران د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري آژانس ویلي، دغه بېړۍ د شنبې په ورځ د هرمز تنګي په خوله کي لیدل سوې او وروسته ئې د خپل موقعیت معلومولو اتومات سیستم بند کړی و.

رویټرز خبري آژانس هم د LSEG د کښتۍ چلوني د معلوماتو له مخي راپور ورکړی چي الخریطیات له قطره تر وتلو وروسته د هرمز تنګي پر لور حرکت کړی دئ.