په کابل کي د اروپايي ټولني استازې ويرونيکا بوسکوويچ پوهار د اروپا د ورځي په مناسبت د افغانانو د ملاتړ ژمني تازه کړي دي

په کابل کي د اروپايي ټولني استازې ويرونيکا بوسکوويچ پوهار د اروپا د ورځي په مناسبت د افغانانو د ملاتړ ژمني تازه کړي دي.
هغې ويلي، چي اروپايي ټولنه د افغانانو ملاتړ جاري ساتي.
هغې د خپلو خبرو پرمهال ويلي، چي ټول افغانان د زده کړو حق لري او ټولو ته بايد د زده کړو مساوي حق ورکول سي.

ويرونيکا د ط..البانو غوښتي، چي د افغان نجونو ته دي د زده کړو اجازه ورکړي.