د ایران سپاه پاسدارانو ادعا کړې، چي ځواکونو ئې په بحرین کي د امریکا د توغندیو د خبرداري رادار په نښه کړی او ویجاړ کړی دئ.
د سپاه پاسدارانو په وینا، دغه برید د سیریک په سیمه کي د یوه مخابراتي مرکز د هوايي برید په غبرګون کي سوی دئ.
سپاه پاسدارانو امریکا ته خبرداری ورکړی، چي که بریدونه بیا تکرار سي، هوايي ځواکونه ئې د جوابي بریدونو له پاره چمتو دي.
دغه راز ئې هغو شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی، چي د دوی په وینا، د هرمز تنګي له لاري د تېلو په قاچاق کي لاس لري او ویلي ئې دي، چي پر وړاندي به ئې سخت اقدامات وکړي.