د ایران سپاه پاسداران وایي، د امریکا له لوري پر پنځو ایراني نفتوړونکو بېړيو د برید په غبرګون کي ئې په هرمز تنګي کي ۲۰ بېړۍ په نښه کړي دي.
د سپاه پاسدارانو په یوه خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په دغو بېړیو کي دوې امریکايي جنګي بېړۍ هم شاملي دي چي د کروز توغندیو په دفاعي سیستمونو سمبالي وې.
د سپاه په وینا، اته نفتوړونکي او لس نوري بېړۍ هم د هرمز تنګي په ناامنه سیمه کي د تېرېدو پر مهال په نښه سوي دي.
بلخوا، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې هم په هرمز تنګي کي د یوې سوداګریزي بېړۍ د ويشتلو خبر تایید کړی دئ.