د ایران سپاه پاسداران وایي، د امریکا له لوري پر پنځو ایراني نفتوړونکو بېړيو د برید په غبرګون کي ئې په اردن کي د ازرق په نوم د امریکا پوځي اډه په بالستیک توغندیو ویشتلې ده.
سپاه ویلي، په دې برید کي هغه سیمه په نښه سوې چي امریکايي F-35، F-16 او F-15 جنګي الوتکي په کښي موجودي وې.
بلخوا، اردن تایید کړې چي له ایران څخه د دغه هیواد پر لور ۲۰ بالستیک توغندي توغول سوي دي.
د اردن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي، ۱۸ توغندي په فضا کي شنډ او له منځه وړل سوي او دوې نوري په غیرمسکوني سیمو کي لګېدلي، چي د چارواکو په وینا، مرګژوبله ئې نه ده اړولې.