په افغانستان کي د روغتیايي برخي د بوديجې د کمښت له امله نژدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل سوي دي

په افغانستان کي د روغتیايي برخي د بوديجې د کمښت له امله نژدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل سوي دي.
الجزیرې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چي د دغو مرکزونو د تړل کېدو له امله میلیونونه افغانان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي بې برخي سوي دي.
د راپور له مخي، د افغانستان په لېري پرتو سیمو کي اوسېدونکي تر ټولو ډېر زیانمن سوي او روغتیايي خدمتونو ته ئې لاسرسی لا ستونزمن سوی دئ.

الجزیره وايي، د بهرنیو مرستو او مالي ملاتړ کمېدو د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي ننګونو سره مخ کړی او د میلیونونو خلګو روغتیايي خدمتونو ته ئې لاسرسی له ګواښ سره مخ کړی دئ.