د لوګر ولايت د ط..البانو د امر بالمعروف ادارې ۱۹۳ د موسيقۍ آلې سوځولي دي.
يادي ادارې ويلي چي د موسيقۍ دغه آلې ئې د تېرو پنځو مياشتو په موده کي د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کي نيولي او وروسته ئې سوځولي دي.
هغوی دغه آلې ځکه سوځولي چي په خبره ئې په اسلام کي ورته اجازه نسته.
بايد وويل سي چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم پر موسيقۍ بنديز لګېدلی، چي له امله ئې زيات شمېر هنرمندان مهاجرت ته اړه سوه او خپل هيواد ئې پرېښودی.