د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د يکشنبې په ورځ ویلي چي ایران له خپلو ګاونډیو هيوادونو سره د ورورۍ او ښه اړيکو غوښتونکی دئ. نوموړي زیاته کړې، چي ځیني دښمنان د ده د تېري ورځي له خبرو څخه ناسم برداشت کړی او هڅه کوي چي د ایران او ګاونډیانو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي.
پزشکیان د یکشنبې د ورځي په خبرو کي ټینګار کړی: «موږ له ګاونډیو هيوادونو سره وروري لرو او غواړو اړیکي مو ښې وي، خو که هروخت زموږ پر خاوره د برید له پاره ورڅخه کار واخیستل سي او یا پر موږ تېری وسي، خامخا به کلک جواب ورکړو.))