د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، تهران نور له امریکا سره پر خبرو باور نه لري، ځکه د نوموړي په وینا، واشنګټن د خبرو له هر پړاو وروسته پر ایران برید کړی او نوي بندیزونه ئې لګولي دي.
پزشکیان ویلي، ایران له امریکا سره د خبرو له پاره هڅه کړې، خو د ده په وینا، د خبرو تر څنګ پر ایران پوځي فشارونه او بندیزونه زیات سوي دي.
هغه ټینګار کړی چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د باور د نشتوالي له امله د خبرو دوام له ستونزو سره مخ دئ.